د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موصل نیولو لپاره عراقیو ځواکونو دویم پړاو پیل کړ


پوځي چارواکي وايي، عراقیو ځواکونو د اسلامي دولت له وسله والې ډلې څخه د موصل ښار بیرته نیولو لپاره د عملیاتو دویم پړاو پیل کړی دی.

د امریکا په مشرۍ اېتلاف بېګا په یوه بیان کې وویل، عملیات تېره ورځ د موصل ښار په ختیځ کې له دوو نویو جبهو پیل شوي دي چې پر وسله والو فشار زیاتوي.

په ختیځ موصل کې د عراقیو ځانګړو ځواکونو قومندان برید جنرال عبدالوهاب سعدي اسوشي اېټېډ خبري اژانس ته ویلي، دا عملیات سیمې ته د نویو ځواکونو تر رسېدو وروسته پیل شوي.

په عملیاتو کې عراقي حکومتي ځواکونه، سني قبایل، کرد پېشمرګه جنګیالي او شیعه ملېشې ډلې برخه اخلي چې ورته د امریکا په مشرۍ د اېتلاف هوايي بریدونو ملاتړ تر لاسه دی.

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق دویم لوی ښار، موصل، نیولی وو. عراقي وزیراعظم حیدر العبادي روانه اوونۍ ویلي ول چې له موصل او پاتې هېواد څخه د اسلامي دولت وسله والو ختمول به له درو زیاتې میاشتې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG