د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند کې چادونې یو ماشوم وژلی شپږ تنه ژوبل


د هېلمند په دوو بېلا بېلو سیمو کې بمي چاودنې شوې دي چې پکې یو ماشوم وژل شوی او شپږ ولسي وګړي ژوبل دي.

د هېلمند والي له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، لومړۍ پېښه تېره ورځ په شهرا او دویمه هغه یې په مخطر کلا کې شوې ده.

د والي له دفتره په خپره شوې یوې بله خبرپاڼه کې راغلي، د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې شاوخوا ۳۶ وسله وال وژل شوي دي. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG