ملګرو ملتونو د دسمبر په ۲۸ مه د پاکستانۍ سختدریځې ډلې لشکر طیبه د محصلینو څانګه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په فهرست کې شامله کړه.
لشکر طیبه چې د هند پر ضد ډله ده د پاکستان د مهمو استخباراتي ادارو سره تاریخي اړیکې لري. نوموړې ډله د ډېرو بریدونو په کولوتورنه پېژندل شوې چې پکې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ کې ترسره شوی برید هم شامل دی چې ورکې ۱۶۶ کسان ووژل شول.
د لشکر طیبه د محصلانو د څانګې المحمدیه سټوډنټس خلاف دا ګامونه په داسې وخت کې پورته کړل شوي چې د امریکا د خزانې وزارت د نوموړې ډلېدوه مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي فهرست کې شامل کړل. د دغو بندیزونوله وجې به امریکایان له دوی سره تجارتي معاهدې نشي کولی.
که څه هم پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې لشکر طیبه غیر قانوني ډله اعلان کړې وه خو د امریکايي چارواکو په وینا دوی لا هم فعالیت کوي او مشران یې ولسي غونډو ته ویناوې او مرکې کوي.