د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن(پنجشنبه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د تور غر سیمه کې شوې ده.
خوګیاڼی زیاتوي د هاوان مرمۍ د وسلهوالو طالبانو له لوري په امنیتي پوستې توغول شوې چې د پوستې پر ځای د کوچیانو د استوګنې په سیمه کې لګېدلې ده.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښو کې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د دې ولایت چارواکي وايي، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په دې برید کې درې تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.
وسلهوالو طالبانو د دې پیښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ويلي.