د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان یاغیانو تر ۴۰۰ ډېر قوماندانان وژل شوي'


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان پولیسو د یاغیانو تر ۴۰۰ ډېر قوماندانان وژلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"۴۲۰ تنه هغه کسان وو چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له‌منځته وړل شوي دي. دا د طالبانو د بېلابېلو کچو کسان دي، د سرګروپانو په سطحه په کندز، بغلان، ارزګان، فراه، ننګرهار او نورو سیمو کې چې طالبان په‎کې فعاله دي، په جګړو کې داخل وو."

صدیقي زیاته کړه چې په دغو وژل شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.

د صدیقي په وینا د پولیسو له لوري د طالبانو تر ټولو ډېر قوماندانان په کندز کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG