د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا له لوري په ملګرو ملتونو کې د لانجمنې رایې په دفاع کې وویل چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د سولې لپاره د دوو بېلو دولتونو جوړېدل ضروري دی.
جان کېري دا څرګندونې په واشنګټن کې د دسمبر پر ۲۸مه نېټه د ولسمشر بارک اوباما او د اسراییلو وزیر اعظم بین یامین نتنیاهو تر منځ د هغه زیاتېدونکې ترینګلیتا په ترڅ کې د امریکا بهرنیو چارو په وزارت کې ډپلوماټانو او تګلار جوړوونکیو ته په خپله وینا کې وکړې.
"د دوو دولتونو جوړېدل یوازنۍ حللاره ده چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ عادلانه سوله ټینګه کړي. دا یوازنۍ لار ده چې د اسراییلو راتلونکې د یوه یهودي او ډیموکراټ دولت په توګه خوندي کوي چې په سوله او امنیت کې له ګاونډیو سره ژوند وکړي او دا یوازنۍ لار ده چې د فلسطینیانو راتلونکې، ازادي او د دوی کرامت تضمینوي. دا په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره هم مهمه وسیله ده."
د دغو دواړو حکومتونو اړیکې تر هغه وروسته کړکېچنې شوې چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا د اسراییلو حکومت په ملاتړ کې د ویټو رایې له کارولو ډډه وکړه.
امنیت شورا د نتنیاهو حکومت له لوري په ختیځ بیتالمقدس او لوېدیځه غاړه کې د یهودانو د مېشت ځایونو جوړېدل وغندل.
خو جان کري تېره ورځ د امنیت په شورا کې د امریکا د دریځ دفاع وکړه او ویې ویل چې هېڅوک دې ته پاملرنه نه کوي چې د میشت ځایونو جوړېدل د سولې لپاره ګواښ دی.
"موږ په ښه حالت کې نه یو چې په ملګرو ملتونو کې پرېکړهلیک تصویبوو. دا پرېکړهلیک په ښکاره وایي چې دواړه لوري باید د سولې د پليکېدو لارې چارې ولټوي."
جان کېري زیاته کړه چې د کلونو په ترڅ کې امریکا ډېرې هڅې وکړې خو څه نتیجه یې ور-نه کړه او اوس د دوو دولتونو د جوړېدو مسئله له جدي خطر سره مخامخ ده، که جوړ نه شي حالات به نور هم کړکېچن شي.
د جان کېري تر خبرو وروسته د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو په ټېلیویژني وینا کې د جان کېري خبرې وغندلې او و-یې ویل چې دی په داسې وخت کې پر اسراییلو نیوکې کوي چې سیمه د اور په لمبو کې سوځي.
نتنیاهو وویل، جان کېري د اسراییلو پر میشت ځایونو تمرکز کوي او ډېره لږه پاملرنه د فلسطینیانو زور زیاتي ته کوي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ چې نېږدې درې اوونۍ وروسته به د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ویلي دي چې له اسراییلو سره به د ده اړیکې داسې نهوي لکه د اوباما اداره چې یې لري.
ټرمپ وایي چې له اسراییلو سره د اوباما د ادارې چلند له سپکاوي ډک دی