د لاسرسي ځای

د کابل امنیه قوماندان وايي په دغه ښار کې د چارشنبې چاودنې د افغان پارلېمان يو غړي فکوري بهشتي په ګډون څلور کسان ټپیان کړي دي.

عبدالرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د چارشنبې سهار شاوخوا نهه بجې په ناظر کلا سیمه کې هغه مهال وشوه چې د بهشتي پر موټر تر يو پله لاندې ايښودل شوی ماين وچاودېدو. تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

تېره اوونۍ د پارليمان د بل غړي میرولي پر کور په ځانمرګي بريدونو کې اته تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي ول.

XS
SM
MD
LG