په تېرو اتو (٨) کلونو کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما بهرنۍ تګلاره پر دې نظريه ولاړه وه، که په نړۍ کې امريکا ته ضروري وه، نو په لږو مواردو کې بايد "په يوازې سر" اقدام وکړي.
بارک اوباما ويلي و، دغه څو اړخېز سياست نظم راولي او مسوليتونه يې له نورو ادارو او هېوادونو سره شريک کړي ول.
خو د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوباما او تر هغه مخکې د ځينو نورو ولسمشرانو پر ځينو نړيوالو شراکتونو نیوکې کړې دي.
دې مسلې دا نظريه غښتلې کړې چې د ریپلیکنو (جمهوريپالو) هغه اجنډا چې "تر هرڅه مخکې امريکا" ورته لومړيتوب لري، ښايي دا معنى ورکړي چې امريکا غواړي په يوازې سر اقدام وکړي او تر ډېره پر نورو سازمانونو او هېوادونو تکيه کمه کړي.
وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو پرېکړهليک تصويب کړ او په لوېديځه غاړه او د بيت المقدس په ختيځ کې يې د اسرایيلو د اباديو جوړونه وغندله، ټرمپ په خپل ټويټر کې وليکل:
"ملګري ملتونه چې صلاحيت لرونکې اداره ده، اوس د هغو کسانو په «کلب» بدله شوې چې سره راټول شي، خبرې وکړي او ښه وخت په کې تېر کړي."
هم اسرایيل او هم ټرمپ له امريکا غوښتنه کړې وه چې د هغه پرېکړهليک د رد لپاره خپل د ويټو له صلاحيته استفاده وکړي، خو د دې پرځاى د بارک اوباما ادارې هغه پرېکړهليک ته ممتنع يا سپينه رأيه ورکړه.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ټرمپ ځينو دريځونو د جمهوريت غوښتونکو انتقادونه هم پارولي دي، په ځانګړې توګه چې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو په کمپاينونو کې پر ناټو تړون انتقاد وکړ.
ده وويل چې امريکا ته په کار نه دي د خپلو هغو شريکانو دفاع وکړي چې د امريکا او اروپا په دې پوځي تړون کې يې په مالي لحاظ خپل مسؤليتونه نه دي ترسره کړي.
ډونالډ ټرمپ به درې اوونۍ وروسته رسماً خپل کار پيل کړي او دا معلومه نه ده، دى به څومره هغه ژمنې چې د کمپاينونو پر مهال يې کړي دي، عملي کړي.
ده که څه هم پر ملګرو ملتونو او ناټو تړون انتقاد کړى و، دا ژمنه يې هم کړې ده چې د داعش ډلې پرضد به له خپلو شريکانو سره پوځي عمليات په شديده توګه تعقيب کړي.
دغه عمليات د ګډو ځواکونو او ائتلاف له خوا پرمخ روان دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په ٢٠١٤میلادي کال کې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ په باب په وينا کې هغه کسان تنبېه کړل چې پر ده يې انتقاد کړى و چې ولې هڅه کوي له نورو هېوادونو سره مسؤليتونه شريک کړي.
په دغو انتقادکوونکو کې هغه کسان هم شامل وو چې د ملګرو ملتونو غوندې ادارو له لارې کار کولو ته يې د "کمزورۍ نښه"بللې وه.
اوباما ويلي وو: موږ ځکه بايد له نورو سره ګډ کار وکړو، چې په خاصو شرايطو کې ګډ اقدام ډېر احتمال لري چې بريالى او پايدار وي او ممکن په لږو مواردو کې د غټو تېروتنو سبب شي.