د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د داعش ملاتړ په باب د اردوغان تورونه مسخره بللي


امریکا د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه تورونه رد کړي او د "خنداوړ"یې بللې چې وايي لوېدیز اتحادي ځواکونه په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په شمول د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

اردغان په سېشنبه وویل، داسې شواهد لري چې لویدېځ د ترکي پرځای د اسلامي دولت وسله والې ډلې ملاتړ کوي چې پرې له د ۲۰۱۴ م کال راهیسې په عراق او شام کې امریکا هوايي بریدونه کوي.

اردوغان په نومبر کې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال هم ورته ادعاوې کړې وې چې لوېدیځ دا مهال د داعش ترڅنګ ولاړ دی او هغوی د لوېدیزوالو جوړې وسلې لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر دغه تورونه د خندا وړ او بې بنیاده بللي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG