په افغانستان د افغان ځواکونو د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي چې ارزګان کې د یوه قوماندان په ګډون پینځه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د عامه اړیکو مسؤل محمد صادق نن(سېشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې د وسلهوالو طالبانو د یو مهم قوماندان ملالعل محمد په ګډون پینځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې وسلهوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود خو خپل هدف ته ونه رسېدل.
دا په داسې کي ده چې د دوشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت په اته ولایتونو کې د نویو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی.