د لاسرسي ځای

تازه خبر

وتلی سندرغاړی جورج مایکل ومړ


د برتانیا پاپ سندرغاړی جارج مایکل د ۵۳ کالونو په عمر کې له نړی څخه سترګي پټي کړي. بي بي سي خبري ادارې د جارج مایکل یوه ویاند سینډي برګر په حواله ویلي چې جارج مایکل پرون د انګلینډ په اوکسفورډ شایر کې په خپل کور کې د زړه حملې له وجې مړ شوی دي.

نوموړي زیاته کړې چې مایکل کومه ناروغي نه لرله. پولیس چارواکو ویلي ، د جارج مایکل مرګ د کومې مشکوکې پېښې په نتیجه کې نه دی شوی. جارج مایکل د خپلو سندرو د سلو ملینو څخه زیات ریکارډونه خرڅ کړي دي. د هغه لومړنی یوازنی د سندرو البم فېت په ۱۹۸۷ کې خپور شوی ووچې د کال تر ټولو ښه البم له وجې یې ګرامي اېوارډ هم وګاټه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG