د لاسرسي ځای

د ترکيې پوځ پر داعش جنګيالیو د ۳۰ ملکيانو د وژلو تور پورې کړی چې غوښتل يې د سوريې له الباب ښار څخه وتښتي.

انقره او یاغي متحدان يې له اوونیو راهيسې هڅې کوي چې دغه ښار بېرته ونيسي.

د يکشنبې په ورځ د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړی چې د دې هېواد پولي ته نېږدې هغه ملکيان په کورني بمونو وژل شوي چې له الباب ښاره يې د تېښتې هڅې کولې.

سوري ياغيان چې د ترکي ځواکونو ملاتړ لري، هم له اوونيو راهیسې هڅې کوي له داعش ډلې څخه دغه ښار بېرته ونيسي.

ترکي ځواکونو له څلورو مياشتو راهيسې د فرات سپر په نوم عملیات پيل کړي دي.

د اګسټ په څلوريشتمه انقرې د سوريې د حکومت مخالفينو د ملاتړ لپاره هلته مځکني ځواکونه ولېږل، د سوريې د کردانو د پرمختګ مخه يې ونيوله او سرحدي سیمه يې له داعش ډلې څخه تصفيه کړه.

تراوسه د فرات سپر په عملیاتو کې ۳۶ ترکي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور د داعش له خوا تېره اوونۍ وژل شوي دي.

دا د دغو عملیاتو له پيل راهيسې د ترکي ځواکونو تر ټولو زيات تلفات ګڼل کېږي.

بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې په الباب ښار کې پر ترکيې په هوايي حملو کې د ۲۱ کوچنيانو په ګډون د ۸۸ ملکيانو د وژلو تور پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG