د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب او اسلام اباد کې د ګادو ټکر کې لس تنه وژل شوي


د اتوار ورځ د پاکستان په پنجاب او د اسلام اباد په جنوب کې د لړو او خوپ له وجې د ګاډو په ټکرونوکې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، په حافظ اباد کې د لړو له وجې د یوه بس د ټکر په پېښه کې شپږ تنه وژل شوې او لس ژوبل دي. له ملتان سره نزدي په خانیوال کې دوه ټرکونه له بس سره جنګیدلي چې پکې یوه تن مړ او اوو ژوبل دي. له فیصل اباد سره نېږدي بیا په مانا والا کې یوه موټر له موټر سایکل سره جنګېدلی چې پکې په موټرسایکل سپور تن مړ شوی دی.

د ملتان په ختیځ کې بیا یوه موټرسایکل له ټرک سره ټکر خوړلی چې پکې په موټر سایکل ناست تن مړ او دوه مسافرې ښځې زخمیانې شوې دي.

XS
SM
MD
LG