د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: بمي چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي


د افغانستان د لغمان ولایت ځايي چارواکي وايي په دغه ولايت کې د یکشنبې په ورځ د سړک غاړې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه ملکيان وژلي دي.

د لغمان ولايت د والي وياند سرحدي ځواک وايي پېښه د مهترلام بابا په سيمه کې له يو زيارت سره نږدې شوېده.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو په افغان امنيتي ځواکونو او چارواکو داقسمه بريدونه اکثره وخت طالبان کوي چې پکې زياتره ولسي وګړي وژل کيږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن وايي چې د روان کال له جنورۍ مياشتې راهېسې ۸۳۹۷ ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG