د نسکورې شوې روسۍ الوتکې د مړو د موندلو هڅې روانې دي
روسي پلټونکې ډلې په تور سمندرګي کې د یوې پرېوتې الوتکې نه د جسدونو د راویستلو هڅې کوي. د روسي Tu-154 الوتکه چې ۹۲ کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په سهار د ځايي وخت سره سم د سهار په شل منټه کم شپږو بجو د سوچي ښار په ۲۵ کیلومیټرۍ کې له راډاره ورکه شوه. د روسي دفاع وزارت وايي تر اوسه د پنځو تنو مړي موندل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د پلټنو ویډیو خپره کړېده.