د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي تائید کړه چې دوو وسله والو موټر سایکل سپرو د ملا عبد السلام ضعیف په کور حمله کړې چې د ده یو ساتونکی یې وژلی دی.
دا حمله بېګا ماښام د کابل بګرامي ولسوالۍ د کمریو سیمې ته نېږدې شوې ده. عبیدي زیاتوي چې د حمله کوونکو د نیولو هڅې روانې دي.ملا عبدالسلام ضعیف اسلام اباد کې د طالبانو په رژیم کې د افغانستان سفیر پاتې شوی و.
تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.