د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی ولسمشر زرداري خپل هېواد ته ستنېږي


د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري نېږدې يو نيم کال له هېواد بهر اوسېدو وروسته د جمعې په ورځ کراچۍ ته چې د هرکلي لپاره یې تياريانې همپوره شوي دي.

د پيپلزګوند سيند صدر نثارکوړو د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې مطبوعاتو ته ويلي چې دوي به د خپل مشر دروند هرکلی کوي چې لپاره يې امنيتي ګامونه هم پورته کړل شوي دي

د کوړو په وینا چې اصف علي زرداري به د کراچۍ د نړيوال هوايي ډګر په پخواني ټرمينل يوې جلسې ته وینا هم کوي.

نثارکوړو زياته کړه چې اصف علي زرداري به راتلو وروستو د مرکزي حکومت پرضد د مخالفو ګوندونو سره په شريکه د غورځنګ چلولو پرېکړه هم کوي.

د پاکستان پخوانی صدر اصف علي زرداري د ۲۰۱۵م کال دجون پر ۲۵مه نېټه له هېواده بهر په داسې حال کې تللی وو چې د جون پر ۱۵م يې په يوه وینا کې پر پاکستانيو امنیتي ادارو نيوکې کړې وې او ویلي يې ول چې دویدې خپل کار ته پرېښودل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG