د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوالې شورا شهزاد محمدي غوره لوبغاړی وباله


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوالې شورا د دویم درجه غړیو هېوادونو غوره لوبغاړی اعلان شو.

شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۶م کال د ایوارډونو لېسټ کې نومول شوی و چې خپل سیالان یې مات او دا مقام یې ترلاسه کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې ویب‎پاڼې کې لیکلي چې محمد شهزاد محمدي په ۱۶ یو ورځنیو لوبو کې د ۶۹۹ منډو، په ۱۷ نړیوالو شل اوره لوبو کې د ۵۳۳ منډو او د څلور ورځنیو لویو وچو په لوبو کې د ۳۰۱ منډو په وهلو سره تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ایوارډونو تر څنګ چې وړمه ورځ اعلان شول د غوره توپ اچوونکو او توپ ویشتونکو نومونه هم اعلان شول چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان د ټولې نړۍ د شل اوریزو لوبو د غوره بالرانو پنځم مقام خپل ګټلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG