د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نوی بند به اووه زره جریبه ځمکه خړوبه کړي


د خوست اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د الیوات سیمې سربند او د پخو دېوالونو پروژه چې د نږدې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه د څه باندې اوه زره جریبه کرهڼیزه ځمکه خړوبه کړي چې درې زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

د کرهڼې او مالدارۍ رييس سیمع الله نصرت مشال راډیو ته وویل له دې سره به په سیمه کې د غلې اخېستنه ډېره شي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو د سیمې اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني هم ځايي اداره وستایله چې د دوی سیمې ته يې پاملرنه کړې او په ځانګړي ډول د بزګرانو د ژوند د ښه کولو لپاره يې هڅې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG