د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې داعشیانو د ترکي دوه عسکر ژوندي سوځولي


اسلامي دولت ډلې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دې ډلې وسله وال دوه ترکي سرتېري ژوندي سوځوي.

دا کار پر داسې وخت شوی دی چې د شام په شمالي سیمه الباب کې د اسلامي دولت ډلې او ترکیو ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د سختدریځو ډلو څار یوې امریکا مېشتې ادارې سایټ انټېلېجنس ویلي، دا بوږنوونکې ویډیو تېر ماښام پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې.

کله چې دا ویډیو خپره شوه، په ترکیه کې د ټولنیزو رسنیو ووبپاڼې وتړل شوې. ترکیې تېره میاشت ویلي ول په شام کې یې له دې جنګېدونکو دوو سرتېرو سره رابطه پرې شوې ده.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې په ویډیو کې ښودل شوي کسان هم هغه سرتېري ول او که څنګه.

د شام بشري حقونو څار ډله وايي، د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې الباب کې د ترکیې په وروستي هوايي برید کې ۲۴ ولسي وګړي وژل شوي ول.

ترکیې په اګست کې په شمالي شام کې ځمکني عملیات پیل کړل چې پکې تر اوسه ۳۷ سرتېري وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG