په داسې حال کې چې د یاغیانو وروستۍ ډله له حلبه وتلې، د شام پوځ وايي، دغه ښار یې ټول تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د شام دولتي ټېلېوېژن بېګا وویل، د یاغیانو او د هغوی د کورنیو وروستۍ ډله چې د حلب له ختیزه په یوه وړه سیمه کې ول، تېر ماښام ترې ووتل.
دا کار له هغې موافقې سره سم شوی چې په نتیجه کې یې د ښار بشپړ واک د شام پوځ او د هغوی ټلوالې ته سپارل کېږي.
د احرار الشام په نوم د وسله والې ډلې یوه مشر احمد قره بېګا وویل، (وروستۍ قافله د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه تللې ده.) د سره صلیب نړیواله اداره وايي، له تېرې اوونۍ راهیسې شاوخوا ۳۰ زره خلک د حلب له ختیزه اېستل شوي دي.
دا عمل د روسیې او ترکیې په منځګړتوب د اوربند له موافقې سره سم شوی دی. تر اوربند مخکې د شامي ولسمشر بشارلاسد ځواکونو او ټلوالې یې په عملیاتو کې د حلب له زیاتره ختیزو برخو یاغیان شاتګ ته اړ کړل.
ملګرو ملتونو، امریکا او د بشري حقونو ډلو ملکي وګړیو ته د لویې مرګ ژوبلې اوښتو له کبله پر دې عملیاتو انتقادونه کړي ول.