دا خبره نوموړي د پنجشبنې په ورځ د ښار جوړونې وزارت په ستاینغونډه کې وکړه او د کابل څلورم مېکروریان له اوسېدونکو څخه په ناقانونه توګه اخیستل شوې پیسې یې هغوی ته وسپارلې.
د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وايي، خلکو پرله پسې شکایتونه کړي ول چې د څلورم مېکروریان ودانۍ په پروژه کې ورڅخه پیسې اخیستل شوې دي.
د ده په خبره، پلټنو وښوده چې له خلکو څخه ۱۰۷ میلیونه افغانۍ اخیستل شوې وې چې دوی تېره ورځ ورته وسپارلې.