د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کونړ کې داعشیان مرکزونه جوړوي"


د افغانستان د کونړ ولایت سیمه ییز او امنیتي چارواکي وايي اسلامي دولت ډله په دې ولایت کې مرکزونه جوړوي او وسله وال پیدا کوي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یو استازي صالح محمد صالح مشال راډیو ته وویل ، حکومت باید هلته د دې ډلې د خپرېدو مخه ونیسي که نو د ده په وینا لویه امنیتي ستونزه به رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په وینا، اسلامي دولت وسله والې ډلې په ننګرهار ولایت کې تر ماتې خوړولو وروسته اوس کونړ او نورو ختیځو ولایتونو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG