امریکایي څارنوالانو یو پاکستانی د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په درغلي کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
د ۳۰ کلن عمیر حمید په نوم د کمپیوټري پروګرامونو اکسکټ یو مشر د چارشنبه په ورځ د توطیې، د افرادو د هویت د غلا او جعلي کارونو په تړاو چې په زرګونو کسان ترې اغېزمن شوي، تورن شو.
امریکایي څارنوال پریت بهارارا «Preet Bharara» وایي، عمیر حمید د ډسمبر په ۱۹مه په منهاټن کې ونیول شو.
د پاکستان حکومت تېر کال له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې وه چې د اکسکټ شرکت په اړه چې د انلاین پوهنتونونو د فراغت د اسنادو د خرڅلاو له طریقه یې میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي، تحقیقاتو کې ورسره مرسته وکړي.
د امریکایي څارنوال بهارارا په وینا له هغه وروسته چې په ۲۰۱۵ م کال پاکستاني چارواکو دغه شرکت وتړه، حمید بیا هم د جعلي اسنادو پلورلو ته دوام ورکړی او له امریکایي ساده مشتریانو یې د لوړو زدهکړو په جعلي موسساتو کې د شاملېدو لپاره پیشکي پیسې اخیستي او هغوی یې غولولي دي.