د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: جعلي شرابو ۷۱ کسان وژلي


چارواکي وايي د روس سایبیریا په ایرکوتسک نومي سیمه کې د جعلي شرابو څښلو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۷۱ ته رسېدلې دې.

د صحت سیمه ایزو چارواکو نن (( د دسمبر پر ۲۲ مه)) وویل چې ۳۶ سړي او ښځې په روغتونونو کې دي.

د پلټنو کمیټۍ وویل چې په جعلي شرابو کې د میتانول په نوم یو کیمیايي مواد وو چې که و څښل شي نو انسان ورنه مړ کېدای شي.

کمیټۍ وویل چې دولس مشکوک کسان د شرابو خرڅولو په تړاو نیول شوي دي او د جعلي شرابو د جوړولو دوه کارخانې یې هم موندلي دي.

د دسمبر پر ۲۱مه د روس ولسمشر ولادمیر پوتین حکومت ته امر وکړ چې تر جولاۍ ۲۰۱۷م کال پورې د عطر، لوشنو، او د کورونو د پاکولو لپاره د کیمیايي موادو جوړولو او خرڅلاو په اړه قوانین سخت کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG