د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې زده کوونکو د هدفي وژنو پرضد مظاهره وکړه


د خيبر پښتونخوا بنو پوسټ ګريجويټ کالج زده کوونکو نن( چارشنبه) په يوه مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوه اوونۍ وړاندې د دې کالج د وژل شوي زده کوونکي خليل سرباز قاتلين ونيسي او د زده کوونکو هدفي وژنو مخنيوي دې وکړي.

بلخوا د بنو پوليسو مشال راډیو ته وويل چې دوی په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي او کوښښ کوي چې په هدفي وژنو کې ککړ کسان ونيسي.

XS
SM
MD
LG