د جرمني د برلين پوليسو مشر کلاز کانت وايي دا لا نه ده جوته چې نیول شوی تن دې د هغه ټرک ډرايور وي چې پرون ماښام د کریسمس په بازار کې پر خلکو وخوت. دې پېښه کې دولس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د جرمني چارواکي وايي چې دغه ټرک له کسته پر خلکو خېژول شوی او کيدای شي دا يو ترهګر بريد وو. پوليسو د پېښې د ځای سره نيزدی يو تن نيولی وو.
که څه هم د جرمني پوليسو د نيول شوي کس پيژندګلوۍ په اړه تفصيلات نه دي ورکړي خو مطبوعاتو کې په پراخ ډول راغلي چې نیول شوی تن درويشت کلن پاکستانی کډوال دی چې برلين کې د کډوالو لپاره په يو هستوګنځي کې اوسېده.
پوليسو همدارز ويلي وو چې نيول شوي کس په دې بريد کې د لاس لرلو څخه انکار کړی دی.
د چارواکو په خبره په ټرک کې د پولينډ يو تن هم ناست وو چې د روغتيايي کارکوونکو د ډيرو کوښښونو سربېره هم ژوندی پاتې نه شو او په پېښه کې مړ شو. پوليس زياتوي چې تر اتيا ګزو پورې پر خلکو ورختلی ټرک د دې پولينډي سړي په کنټرول کې نه وو.د جرمني ډي، پي، ای خبري اژانس ويلي چې نيول شوی تن تېر کال جرمني ته راغلی وو.
بلخوا د پولينډ يو ټي وي رپورټ ورکړی چې په پېښه کې استعمال شوی ټرک د يوې پولينډۍ کمپنۍ دی. د جرمني پوليس وايي دوی په دې اړه پلټنې کوي چې کيدای شي دغه ټرک غلا شوی وو.
د جولايي په مياشت کې فرانس کې په ورته يوه پېښه کې د رخصتيوو په لمانځلو بوخت اته تيا کسان وژل شوي وو. فرانسوي چارواکو د برلين تر دې پېښې وروسته د کریسميس په بازارونو کې امنيت ډير کړی دی.
د امريکې د ولسمشر دفتر، وايټ هاوس دا بريد غندلی او ويلي چې په ظاهره دا ترهګریز بريد د خلکو پر ارزښتونو حمله ده. د امريکې منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې لپاره اسلامي ترهګر تورن کړی او وايي چې داعش وسله واله ډله او نور اسلامي ترهګر په خپلو ځايونو کې عيسايان د خپل نړيوال جهاد په ترڅ کې وژني.
نوموړي زیاته کړه چې دا ترهګر او د دوی شبکې بايد د زمکې له مخه ليري شي.
که چيرته دا بريد د ترهګرې حملې په توګه ثابت شي نو دا به له شپږو مياشتو په کمه موده کې په فرانس او جرمني کې د دريوو هغو بريدونو وروسته بله حمله وي چې د داعش وسله والې ډلې په اغېز کې شوي.