ناڅرګندو کسانو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو کار کوونکی تښتولی دی.
په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز مشال راډیو ته وویل چې د پېښې علت لا نه دی څرګند شوی.
د سره صلیب د نړیوال سازمان د دې کارکوونکي هویت نه دی څرګند شوی.
د ایاز په وینا، د سره صلیب د نړیوالې ټولنې یو شمېر کارکونکي له کندزه د کار لپاره مزارشریف ته تلل، نا څرګندونو وسله والو یې موټر درولي او یو تن یې تښتولی دی.
احمدرامین ایاز زیاته کړه:
"د سره صلیب د نړیوالې کمېټې دا کار کوونکی له خپلو یو شمېر همکارانو سره په دوو موټرو کې مرازشریف ته روان وو. وسلهوالو کسانو یې موټر درولی، هغوی يې ښکته کړي او یو تن یې ورڅخه بیولی نور یې خوشې کړي دي. موږ څېړنې کوو چې دا پېښه څرنګه شوې او د خپل همکار د سلامتي او ازادي هڅې کوو. "
د احمد رامین ایاز په وینا، تر دې مخکې هم د دوی همکاران تښتول شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې د پېښې مسؤلیت چا نه دی اخېستی او د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د رپوټونو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه درې تنه بهرنیان په کابل کې تښتول شوي دي.