د بیان ازادی یوې نړیوالې ادارې ویلي، سږ کال د خپل کار له وجې د خبریالانو وژنو شمېرې د تېرو کلونو په نسبت تر ډېره کمې شوې دي خو د هغو خبریالانو وژنې زیاتې شوې دي چې په ناارامه سیمو کې کار کوي او یا د هغې په اړه خبرونه جوړوي.
د خبریالانو ژغورنې یوې امریکا میشتې ادارې په دوشنبه په یو راپور کې ویلي، سږ کال په لږ شمېر کې خبریالان د وژني لپاره په نښه کړل شوي وو.
یاده اداره وايي، په عین حال په نا ارامه سیمو کې فوټوګرافي یا خبریالي د صحافت په میدان کې تر ټولو خونړۍ دنده ګرځول شوې ده.
د یو راپو له مخې سږ کال د دسمبر تر ۱۵مې لږ تر لږه ۴۸ خبریالان د خپل کار له وجې وژل شوې دي چې پکې د تېر کال په نسبت کمی راغلی دی. پروسږ کال ۷۲ خبریالان وژل شوي ول.