د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۲ خویندو سره د نکاح مسله مو جدي اخیستې


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ښېوې ولسوالۍ کې یوه سړي ته د دوو نجونو د جبري نکاح قضیه په جدي توګه څېړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پنجشبنې په شپه ازادي راډیو ته وویل تر اوسه یې دوه تنه په دې تړاو نیولي او د نورو د نیولو په لته کې دي.

"د عرېضې پرمهال دیارلس کسان د نجونو د کورنۍ له خوا په نښه شوي و چې له هغې ډلې یو د هلک پلار او یو سیمه ییز پولیس نیول شوي دي، د یوولس نورو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي."

د ښېوې ولسوالۍ اوسیدونکی نادرخان چې لورګانې یې د خدای رحم په نوم یوه کس په زوره نکاح کړې دي وايي هېچا یې غږ نه دی اورېدلی.

د رپوټونو له مخې خدای رحم د سیمه ییز قوماندان ګل کریم ساتونکی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG