د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ټاکنو کې پر لاسوهنه به د روس ضد کاروايي وشي


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، هېواد به یې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې مداخلې پرضد ((اقدام)) کوي.

دا خبره نوموړي بېګا ناوخته له نیشنل پبلېک راډیو سره په خپره شوې مرکه کې کړې.

اوباما دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې سپینې ماڼۍ په ښکاره وویل چې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین خپله، د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ په منتخبولو کې د مرستې لپاره، د ډېموکراټ ګوند د داخلي اي مېلونو غلا کولو او خپرولو امر ورکړی وو.

اوباما راډیو ته په مرکه کې وویل، فکر کوي چې ((په دې کې هېڅ شک نشته چې که یو بهرنی حکومت)) د دوی د انتخاباتو بشپړتیا اغېزمنولو هڅه کوي نو دوی باید اقدام وکړي او کوي به یې.

تر دې مخکې د ولسمشر د ملي امنیت مرستیال سلاکار بېن روډز اېم اېس اېن بي سي ټېلېوېژن ته وویل، فکر ((نه کوي چې په روسي حکومت کې دې د دې کچ کار وشي او ولادمیر پوتین دې ورباندې خبر نه وي.)) پوتین د برېښلیکونو په غلا کولو کې د ککړتیا تور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG