د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو په اړه نورې مشورې کېږي


د پاکستان حکومت وايي، د قبایلو سیمو اصلاحاتو په اړه یې د لا نورو مشورو کولو پرېکړه کړې.

د سرحداتو او قبایلي چاور وزیر عبدالقادر بلوڅ بېګا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه تېر ماښام د وفاقي کابینې په غونډه کې شوې چې مشري یې وزیراعظم میا نواز شریف کوله.

ده وویل، د قبایلي سیمو اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز به د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشرانو سره ویني او د هغوی اندېښنو ته به ځواب وايي.

دواړه ګوندونه او د قبایلي سیمو ځېنې مشران او ډلې د اصلاحاتي کمېټۍ ځېنو سپارښتنو مخالفت کوي.

د قبایلو اصلاحاتو لپاره جوړې حکومتي کمېټۍ د هرې سیمې تر سفر وروسته په خپلو سپارښتنو کې ویلي ول چې قبایل دې په پړاوونو کې په خیبر پښتونخوا ورګډ کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG