د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د دوستم او احمد اېشچي له قضیې سیاسي ګټه اخیستل کېږي”


د افغانستان جنبش ملي اسلامي ګوند وايي، د جنرال عبدالرشید دوستم او انجینر احمد اېشچي له قضیې څخه سیاسي ګټه اخیستل کېږي.

د ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته ینج بېګا مشال راډیو ته وویل، دا قضیه دې په ((ارامۍ او بې طرفۍ)) وڅېړل شي.

اېشچي د سې شنبې پر ورځ له یو شمېر رسنیو سره په مرکو کې تور پورې کړی وو چې مرستیال ولسمشر دوستم او د هغه کسانو دی وهلی وو او ورباندې یې د جنسي تېري هڅه هم کړې وه.

دوستم دا تورونه بې بنسټه بولي. د اېشچي تر څرګندونو وروسته ولسمشر د دې پېښې پلټنو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG