رپوټونه وايي چې په حلب ښار کې ډزې درېدلې او په جنګ اخته دواړه خواوې د دې ښار د یاغیانو تر ولکې لاندې برخو نه د خلکو وتلو د لوظنامې په بیرته بحالولو سلا شوي دي.
د یاغیانو سرچینې وايي په دې لړ کې نوی تړون عملي شوی او له حلب ښاره به نن د زیارت ورځ د خلکو وتل پیل شي. هلته شامي پوځ او حکومت پلوه شییعه ملیشا حزب الله ډلې ویلي چې له دې ښاره د خلکو وتلو لپاره تیاریانې روانې دي.
په بریتانیا کې میشت د شام بشري حقونو څار ادارې وویل چې د روغتیايي سهولتونو اړتیا لرونکي خلکو لومړی کاروان د دغه ښار له جنوبي برخې روان شوی دی.
د ډزبندۍ او له حلب ښاره د جنګیالو او ولسي خلکو د وتلو لپاره د چارشنبې ورځ د روسیې او ترکيې په منځګړیتوب یو تړون ترسره شو. له دې دوه ورځې وړاندې دغه ډول یوه لوظنامه ناکامه شوې وه.