د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون بريدونو شپږ تنه داعشیان وژلي


د ننګرهار امنیتي چارواکی وايي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هسکې مینې او اچین ولسوالیو کې شپږ تنه داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په سهار مشال ته راډيو ته وویل: د چارشنبې په ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هسکې مینې په خرګي سیمه کې برید تر سره کړی چې څلور تنه داعش وسله وال يې وژلي دي.

مشرقیوال زیاتوي چې هم پرون د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين په پېښې سیمه کې برید تر سره کړی چې له امله يې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د مشرقیوال په خبره وژل شوي داعشیان ټول بهرني وګړي دي.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دی ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG