د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په حلب کې پوځي عملیات ودرول شول


په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویلي دي د شام په حلب کې د روسیې او ایران په مرسته د شامي حکومت پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي او له یاغیانو سره يې له دغه ښاره د وتلو په اړه راضي نامې شوې ده.

د سېشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل یوې غونډې ته په وینا کې ویټالی چرکین زیاته کړه چې د راضي نامې په سیوري کې به ولسي وګړو ته څه زیان نه رسي. خو ولې امریکا په حلب کې تشدد د نوي دور فساد بللی دی او د یو شمیر نورو مغربي هیوادونو په څیر یې په شامي حکومت تور پوری کړی دی چې په اراده يې بې ګناه خلک وژلي دي.

د روسیي سفیر غونډې ته ویلي د حلب په مشرقي برخه کې پوځي هلې ځلې ودرریدلي دي او دغه سیمه د شام حکومت په خپل قابو کې اخستې ده.

ملګري ملتونه وايي، باوري راپورونه يې ترلاسه کړي دي چې په مشرقي حلب کې حکومت پلوه ځواکونه د خلکو په کورونو ورننوتي دي او په موقعه موجود ولسي وګړي يې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د سېشنبې په ورځ وویل چې د حلب په څلورو برخو کې د ۸۲ ولسي وګړي په ګولو د ویشتلو ثبوتونه يې ترلاسه کړي دي. په دوی کې ۱۳ ماشومان او ۱۱ښځې هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG