په کابل کې د افغانستان سولې په اړه د پګواش نړیوالې موسسې اوومه ناسته پیل شوه.
په کابل کې د دغې موسسې مسوول خلیل ساپي مشال راډيو ته وویل، په دغه ناسته کې به د سولې په اړه د افغان جهادي مشرانو او سیاستوالو نظر واخیستل شي او بیا به د طالبانو له رهبرۍ سره شریک کړل شي.
"د مجلس اجنډا دا ده چې د سولې د ۱۷ ماده ییز پلان په اړه به د افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو نظرونه راټول شي او وروسته به ترې یو واحد نظر واخېستل شي، موږ به دغه واحد نظر د طالبانو له رهبرۍ او په دوحه کې د هغو له سیاسي کمېسیون سره شریک کړو."
له دې وړاندې پګواش موسسې د افغانستان سولې په اړه دې ته ورته غونډې په اسلام اباد، دوحې او یو شمېر نورو هېوادونو کې جوړې کړي دي.