د خيبر ايجنسۍ د باړې خلک شکايت کوي چې حکومت ورته نه د جګړو او پوځي عملياتو له وجې ويجاړو شوو کورونو جوړولو لپاره پيسې ورکړي او نه يې هم ورته سکولونه او هسپتالونه رغولي دي.
په دوی کې يو عقل جان افريدي د دوشنبې ورځ مشال راډيو ته وويل: په سیمه کې د ویجاړو شوو کورونو سروی شوې ده خو د یو کال تېریدو وروسته هم دوې ته معاوضه نه ده ورکړل شوې.
بلخوا د خيبر ايجنسۍ چارواکي وايي چې په جګړه ځپلو سيمو کې يې د بيارغونی کارونه پيل کړي دي چې پوره کېدل به يې يو څه وخت نيسي.