د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت له حکمتیاره د بندیزونو لیرېکولو غوښتي


افغان حکومت د حزب اسلامي پر مشرتابه د بندیزونو د لیرېکولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي غوښتنلیک استولی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې دا ليک د بهرنيو چارو وزارت له لورې لېږل شوی او هيله ده چې ژر پري عمل وشي.

دا غوښتنه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د شوي تفاهم-لیک یوه برخه وه. د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ دوه مياشتې مخکې روغه جوړه وشوه چې يو شرط پکې د ملګرو ملتونو له تور ليسټ څخه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او نورو لوړپوړیو غړیو اېستل وو.

XS
SM
MD
LG