د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په دوو جلا جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي


د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په سرښار کوټه کې په دوو جلا جلا پېښو کې د ايف، سي ځواکونو د يو اهلکار په ګډون دري کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره په نوي کلي کې موټرسايکل سورو وسله والو د حيدر علي په نامه د ايف، سي ځواکونو يو سرتيری وواژه. لشکر جهنګوي العالمي د دې بريد زمه واري منلې ده.

د چارواکو په وينا دوهمه پېښه هغه مهال وشوه کله چې کچې شاهوانې سيمه کې دوو وسله والو ډزې وکړي او دوه تنه يې ووژل. د پوليسو په خبره دا پېښه شخصي دښمني وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG