د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي د استنبول چاودنو وروسته د کردپلوه ګوند ۱۱۸ تنه نیولي


د رپورټونو ترمخه ترکي پوليسو د کرد پلوه ايچ، ډي، پي ګوند چارواکو په نښه کولو لړ کې ۱۱۸ کسان نيولي دي.

سرکاري خبري اژانس انادولو خبر ورکړی چې دا کسان نن د ترکي په بېلابېلو برخو کې د ناقانونه ګرځول شوي ډلې (پي، کی، کی) سره د اړيکو درلودو په تور نيول شوي دي.

دا کسان تر هغې وروسته نيول شوي چې د پي، کی، کی سره تړلې ټی، ای، کی په نامه ډلې د دسمبر په لسمه استنبول کې شوې بريد زمه واري ومنله.

دې غبرګو بمي چاودنو کې اته دیرش کسان وژلي شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG