د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېډیټرانیه کې ۱۱۰۰ پنه غوښتونکي ژغورل شوي


بشري مرستندويو ډلو، د ايټالیا ساحلي ساتونکیو او بحري ځواکونو په مېډیټرانیه سمندرګي کې تر یوولس سوه زیات پناه غوښتونکي کډوال ژغورلي دي.

چارواکي وايي چې دا کډوال د ربړ او لرګیو په کښتیو کې سپاره ول.

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې ژغورونکیوپه یکشنبه تر سره شوو عملیاتو په ترڅ کې شپږ مړي هم موندلي دي.

په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي چې دا پناه غوښتونکي کډوال د کومو هېوادونو ول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې په ٢٠١٦م کال په مېډیټرانیه سمندرګي کې څلور زره اووه سوه پنځلس – ۴۷۱۵ – کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له لیبیا تر اټالیا پر دې سمندري لارزیات سفرونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG