د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر: پاکستان رانه غوښتي چې طالبانو سره خبرې پيل کړو


حنیف اتمر: پاکستان رانه غوښتي چې طالبانو سره خبرې پيل کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:51 0:00

د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د افغان سولې بهير کې تر اوسه د پاکستان او طالبانو ښه نيت نه دی ليدل شوی. په کابل کې د مشال راډيو له خبریال بشیر ګواښ سره په یوه ځانګړې مرکه کې حنيف اتمر ومنله چې پاکستان ورته پیغامونه لېږلي چې د سولې عمل بيا پيلوي. اتمر زياته کړه هغه وسله وال چې پر پېښور ارمي پبلیک ښوونځي (سکول) يې بريد کړی وو او داسې نور کسان چې پاکستان ته مطلوب ول، افغانستان ونيول خو پاکستان تر اوسه د افغان ماشومانو وژونکي دوی ته نه دي سپارلي. په دې مرکه کې ګڼې نورې پوښتنې هم شوې چې افغانستان ته ورکړل شوي روسي کلاشنکوفونه په ریښتيا هم په تور بازار کې پلورل شوي؟ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې به کاميابې شي؟ شرطونه څه دي؟ د داعش راتلونکې څنګه ویني؟ آيا د ملي وحدت حکومت به لويه جرګه راوغواړي؟

XS
SM
MD
LG