د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په حکومتي ادارو کې رشوت زیات شوی


د افغانستان شفافیت اداره وايي، د هغه هېواد خلک د خپلو کارونو خلاصولو لپاره حکومتي ادارو ته د شاوخوا درې اربه ډالرو رشوت ورکوي.

د دې ادارې مشر سید اکرام افضلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د نوې نظر پوښتنې نتایجو ښکاره کولو پر وخت وویل، د ۲۰۱۴ز کال پرتله، د کلني رشوت کچ لوړ شوی دی چې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

دا نظر پوښتنه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شوې چې پکې له شاوخوا ۸۰۰۰ خلکو سره مرکې شوې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسېن مرتضوي د دې رپورټ په اړه مشال راډیو ته وویل، اداري فساد ورته په میراث کې پاتې دی خو پرضد یې جدي هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG