د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې اور ته لمن وهي ”


د افغانستان عالمانو شورا وايي، یو شمېر ګاونډي هېوادونه په هغه هېواد کې لاسوهنه کوي او روانې جګړې ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي.

د دې شورا مشرتابه پلاوي د پنجشنبې په ورځ په غونډه کې ټینګار وکړ چې وسله وال باید د ګاونډیو هېوادونو په ویناو دوکه نشي. یوه مشر قاضي سلېمان حامد د خبرو له لارې د اختلافاتو هواري غوښتنه وکړه.

((زموږ ګاونډیان له بېلا بېلو خواو، په ښکاره ډول، بې شرمانه مداخله کوي او غواړي په یو شکل وسله والو مخالفینو ته مشروعیت ورکړي. نو په موږ لازمه ده چې په دې حساسو شرایطو کې، موجوده اختلافات، د ورورولۍ په فضا کې هوار کړو.))

د عالمانو شورا په غونډه کې د کوم هېواد نو وانخیست. دې شورا پر وسله والو غږ وکړ چې د حزب اسلامي په څېر دې د افغانانو په مشرۍ خبرو ته کښېني او سوله دې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG