د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په غور کې څلور کسان وژل شوي


په غور کې د دوو وسله والو ډلو په جګړه کې څلور کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د غور ولایت شهرک ولسوال محمد کبیري بېګا مشال راډیو ته وویل، له دوو ورځو راهیسې د حاجي غفور او محمد په نوم ((د دوو سیمه ییزو زورواکانو)) تر منځ نښتې روانې دي چې پکې وژل شوي هم د دې ډلو کسان دي.

ده زیاته کړه چې حکومت لا د شخړې هواري لپاره څه نه دي کړي. افغان ولسمشر څه موده مخکې غور ته په سفر کې چارواکو ته امر کړی وو چې د امنیت ټینګښت هڅې دې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG