د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د الوتکې پرېوتو پېښې رڼو پلټنو امر کړی


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له حویلیا سره نېږدې د الوتکې پرېوتو پېښې ((شفافې او ازادانه)) پلټنو امر کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د الوتکې پرېوتو پېښې په اړه یوې غونډې ته وویل چې په پلټونکې کمېټۍ کې دې د پاکستان هوايي ځواک یو لوړپوړی افسر هم شامل کړای شي او دا چې د پېښې پلټنې دې ((ژر تر ژره بشپړې)) کړای شي.

د چارشنبې پر ورځ د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) الوتکه له چتراله، اسلام اباد ته په لار وه چې د اېبټ اباد له حویلیا سره نېږدې پرېوته او پکې د عملې غړو په ګډون ۴۸ سپاره کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG