د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس مثبت وباله


افغانستان حکومت د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس مثبت وباله، ویې‌ویل چې کنفرانس د افغان ملي اردو وړتیاوې ستایلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چارشنبې په ورځ د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن وباله خو افغان ځواکونه‌ یې په دې وستایل چې زړور او حرفوي جنګېږي.

د ناټو غړو هېوادونو د حرفوي کېدو لور ته د افغان ملي اردو پرمختګ وستایه خو ویې‌ ویل چې پولیس لا هم ستونزې لري.

د ولسمشر غنی مرستیال ویاند دواخان مینه ‎پال وویل چې د پولیسو د ستونزو او تلفاتو د کمولو لپاره هم اصلاحات روان دي.

ده همداراز وویل چې پر هغو نیمګړتیاوو چې د افغانستان حکومت تشخیص کړي یا د افغانستان نړیوالو شریکانو موندلي، کار روان دی او په ځانګړي ډول په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات ډېر ضروري ګڼي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د چارشبنې په ورځ په بروکسل کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د هغو هېوادونو استازو هم برخه واخېسته چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري او د ناټو غړي نه ‎‎دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG