د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د اييني اصلاحاتو په اړه بحث


د پاکستان په قبايلي سيمو کې د اییني او قانوني اصلاحاتو په اړه په سېنټ کې بحث روان دي. تر دي وړاندې په قامي اسمبلۍ کې په دې اړه بحث مکمل شوی وو.

له کرمې نه د سېنټ غړي سجاد حسين توري د چارشنبې په ورځ مشال راديو ته وويل چې د وفاقي حکومت په رپورټ کې ځيني نیمګرتياوي موجودې دي:

د یادونې ده چې د قبایلي سیمو د اییني او قانوني اصلاحاتو لپاره وزیراعظم یوه کمیټي ټاکلې ده، دې کمیټۍ د ټولو قبایلي سیمو له دورو وروسته خپل سفارشات وزیراعظم او پارلېمان ته وړاندې کړي دي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان سپریم کورټ وفاقي حکومت ته امر وکړ چې د راتلونکي کال د مارچ له ۱۵مه به په هېواد کې سر شمیرنه یا مردم شماري کوي.

په دې هکله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنیټر عثمان خان کاکړ پرون مشال راډیو ته وویل: پکار دي چې د سپریم کورټ دا امر عملي شي ځکه چې د مردم شمارۍ نه کیدلو له وجې په دې هېواد کې پښتانه ترټولو ډېر متاثره کېږي.

په پاکستان کې وروستۍ مردم شماري په ۱۹۹۸م کال کې شوی ده.

XS
SM
MD
LG