د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولنیزې رسنۍ د سختدریځه موادو مخنیوي لپاره یولاس شوې


په امریکا کې د ټیکنالوژۍ څلورو لویو کمپنیو ویلي دي چې له انټرنېټه له ترهه ګرو سره تړلیو موادو لیرېکولو لپاره به په ګډه کار کوي.

یوټیوب، فېسبوک، ټویټر او مایکرو سوفټ د دسمبر په پینځمه نېټه اعلان وکړو، پلان لري د هغه ویډیوګانو او تصویرونو لپاره یو ګډ ډېټا بېس جوړ کړي چې دوی یې له انټرنېټه لیرې کوي.

دا شریک ډېټا بېس به راروان کال کار فعال شي او هڅه به کېږي چې نورې کمپنۍ هم په دې کار کې ملګري کړل شي.

فېسبوک په یو بیان کې ویلي دي د بېلا بېلو کمپنیو تر مینځ له ملګرتیا سره به له ترهګرۍ سره د تړلیو موادو لیرېکولو عمل نور هم ګړندی شي.

ټویټر ویلي دي په هغه پاڼو چې د دوی په واک کې دي داسې موادو ته ځای ور-نه-کړي چې ترهه ګرۍ ته وده ورکوي.

په راپور کې راغلي دي د ټیکنالوژۍ په دغه کمپنیو د مغربي هېوادونو له خوا له ترهګرو ډلو سره د تړلیو موادو د لیرېکولو لپاره فشار ډېر شوی دی.

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی دی ـــ داسې قانون سازي به کوي چې په نتیجه کې به يې د هغه موادو خپرونکو پر ضد چټک ګامونه پورته کوي چې په انټرنېټ کرکه او توکمپالنه خوروي.

په ټولنیزه میډیا د اسلامي دولت وسله والې ډله په ټوله نړۍ کې خلک سختدریځۍ ته وربولي او بیا يې له ځان سره ملګري کوي.

ټویټر د سږ کال د فرورۍ او اګست په میاشت کې دوه لاکه پینځه دېرش زره اکاونټونه بند کړي دي او د سختدریځه موادو د څار لپاره يې د کارکوونکیو شمېره هم ډېره کړې ده.

یوې نړیوالې ډلې ویلي دي، حکومتونه غواړي چې په انټرنیټ د سختدریځه موادو د خپرولو مخه ونیسي خو له دې سره د بیان د ازادۍ او شخصي حقونو تر پښو لاندېکېدو خطر هم شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG